طالبانو ومنله، چې جرمني له دوی سره په همغږۍ نن ۸۱ افغانان کابل ته ور شړي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه ومنله، چې د جرمني له فډرالي حکومت سره یې د افغانانو د اېستل کېدو په تړاو مفصلې خبرې کړې دي او په دې لړ کې نن ۸۱ هغه افغانان چې په یاد هېواد کې یې د کډوالۍ قضیې رد شوې وې؛ کابل ته ستنېږي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغو ستنېدونکو افغانانو ته دوی خپل هېواد ته د سفر اړوند اسناد چمتو کړي دي.

طالبانو د قطر دولت څخه هم مننه کړې، چې له جرمني سره یې د دغو خبرو اترو پر مهال له دغې ډلې سره همکاري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر جرمني رسنیو خبر ورکړی چې هېواد یې نن ۸۱ هغه افغانان چې په جرمونو ککړ دي؛ بېرته افغانستان ته لېږي.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د جرمني دغه کار غندلی او اندېښنه یې څرګنده کړې، چې ښايي دغه ستنېدونکي کسان د طالبانو له لوري له ګواښونو سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو