فوربز امريکايي مجلې (د چنګاښ په ۲۸مه) ليکلي، چې له ایران او پاکستانه د افغانانو د اېستلو لړۍ لاهم دوام لري؛ خو طالبان د دغه کډوالو لپاره د لومړنیو اسانتياوو برابرولو وس نهلري. دارنګه ترهګرې ډلې کولای شي، چې د راستنېدونکو افغانانو له بېوزلۍ او بېکارۍ ګټه پورته کړي.
که څه هم د افغانانو اېستل د ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوي وو؛ خو په وروستیو میاشتو کې دغه لړۍ خورا چټکه شوې او د کډوالو شړلو په لړ کې تر ټولو ناوړه حالت بلل کېږي.
اوسمهال په افغانستان کې په رسمي ډول تر ۲.۶ مېلیونو ډېر راستانه شوي کډوال ثبت شوي، چې د دې ترڅنګ ۳.۵ مېلیونه بېځایه شویو افغانانو دغه ناورین نور هم ژور کړی دی.
پاکستان هم ورته سياست غوره کړی او له خپل هېواده افغانان باسي. اسلاماباد د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ تر ۶۰۰زره ډېر افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي؛ دغه ډول یې له ۲۰۲۳کال راهیسې تر ۸۵۰زره ډېر نور افغانان هم له دغه هېواده اېستلي دي.
ایران په ډلهییز ډول د افغانانو د شړلو لاملونه امنیتي اندېښنې او اسراییل سره جګړه بولي، چې ځينې افغانان یې اسراييل ته په جاسوسۍ هم تورن کړي دي؛ خو له ایران څخه د افغانانو د اېستلو لوی لامل د ایران ویجاړ اقتصاد دی.
له کنټروله وتلی انفلاسیون او د بېکارۍ ډېرښت په ایران کې د افغانانو پر وړاندې کرکه زیاته کړې ده. له ډېرو افغانانو سره د ایران امنيتي ځواکونو زور زیاتی کړی، ان دا چې عامو خلکو هم افغانان ځورولي دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو داسې اسناد موندلي، چې په ایران کې افغانان فزيکي شکنجه کېږي، په ناقانونه ډول نیول کېږي او له خپلو کورنیو څخه جلا کېږي.
په ۲۰۱۸ کال کې چې په ایران کې بېکاري ډېره شوه، نږدې ۴۰۰زره ناقانونه افغانان په خپله خوښّ افغانستان ته ستانه شول.
په ایران کې ډېری افغانان د بېوزلۍ له کبله په ډېرو لږو پيسو کار کوي، ځینې افغانان تر څلورو ډالرو هم کم عاید لري.
په ایران کې ډېری پاتې افغانان ناقانونه بلل کېږي. هغه افغانان چې پخوا ایران ته تللي او هلته د کډوالو په نوم ثبت شوي، نسبتا ښه ژوند لري؛ خو هغه افغانان چې د طالبانو تر دویم ځل واکمنېدو وروسته تللي، ډېر لږ امکانات لري.
تر ۲۰۲۲کاله پورې په ایران کې شاوخوا ۲.۶ مېلیونه افغانان د کډوالو په نوم ثبت شوي وو؛ خو د روان کال د جون پر پنځمه نېټه د ایران حکومت اعلان وکړ، چې د دغو کډوالو د مهاجرت کارټونه نور اعتبار نه لري. د دغه اعلان له مخې؛ دوه مېلیونه نور افغانان پرته له دې چې یوه قانوني حل لاره وموندي، د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
یو ړنګ هېواد ته ستنېدل
هغه افغانان چې اوس افغانستان ته اېستل کېږي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت د دې وس نه لري، چې سلګونه زره راستانه شوي افغانان ومني.
دغه ستنېدونکي افغانان کورونه او د اوسېدو ځایونه نه لري؛ نو له همدې امله دې ته اړ دي، چې بیا بېځایه شي
د طالبانو حکومت دومره عواید هم نه لري، چې دغه کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي؛ له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو درېدو د دغه افغانانو ژوند نور هم له کړاوونو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۹۷ او د بېکاري ۶۹ سنله ده، چې د طالبانوله واکمنېدو سره د بېوزلۍ او بېکارۍ ګراف نور هم لوړ شوی.
له بل پلوه ۹۵ سلنه افغانان وايي، چې کافي خواړه نه لري او دې ستونزې پر ښځو او نجونو ډېر ناوړه اغېز کړی دی.
دغې مجلې د دغه راپور په وروستۍ برخه کې لیکلي، که څه هم افغانستان ته د کډوالو راستنېدل پر ترهګرۍ مستقیم اغېز نه لري؛ خو له بېوزلۍ او د ژوند له ناوړو شرايطو څخه ترهګر ناوړه ګټه اخيستلای شي.