تازه خبر

جرمني ۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته واستول

۵ ساعتونه مخکې

جرمني د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) هغه ۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته واستول، چې دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه افغانانو جرمي دوسیې لرلې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي د جمعې په سهار د جرمني له لایپزیګ هوایي ډګر څخه کابل ته واستول شول.

دغه وزارت ویلي، لومړی به هغه بهرنیان و اېستل شي چې د جرمني امنیت ته ګواښ بلل کېږي.

تېر کال هم د اولاف شولڅ په مشرۍ د جرمني حکومت ۲۸ هغه افغان پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته استولي وو، چې جرمي دوسیې یې لرلې.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه افغانان یې په قطر اېرویز الوتکې کې کابل ته لېږدولي دي.

د فلایټ رادار ۲۴ وېب پاڼې راپور ورکړی، دغه الوتکه چې افغان کډوال یې لېږدول په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۵ بجې د کابل په لور الوتنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو