طالبان: له ایرانه ځینو راستنېدونکو خپل کلتور هېر کړی دی

۵ ورځې مخکې

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، له ایرانه یو شمېر راستنېدونکو افغانانو خپل کلتور هېر کړی دی. هغه د توصیې په توګه د یوه دیني عالم وېډیو هم پر اېکس پاڼه خپره کړې، چې په‌کې له تازه راستنېدونکو د «اسلامي او افغاني» لباس د اغوستو غوښتنه کېږي.

د شیخ انصاري په نوم دا طالب پلوی دیني عالم زیاتوي: «د پردیو فرهنګ باید له ځانه لرې کړو او خویندې باید اسلامي حجاب او افغاني جامې واغوندې».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر لباس سخت بندیزونه لګولي او د مخ پټول یې هم پر ښځو د حجاب په نامه جبري کړي دي.

نور خبرونه

رادیو