د پاکستان او طالبانو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې له ۱۵ میاشتو ځنډ وروسته بیا خبرې پیل کړې

۱۷ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د پاکستان او طالبانو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې «جی سي سي» د بیا فعاله کېدو هرکلی کړی، چې له ۱۵ میاشتو ځنډ وروسته یې اوومه غونډه د چهارشنبې په ورځ تر سره شوه.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له کړکېچ، سرحدي نښتو، د افغان کډوالو له جبري اېستلو او په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو له فعالیتونو سره خورا ترینګلې شوې دي.

په راپور کې راغلي، پاکستان ټینګار کوي چې دغه وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو طالب چارواکي دا ادعاوې ردوي او وایي، هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمېټې ناسته تېر ځل د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په لومړیو کې په اسلام‌اباد کې ترسره شوې وه.

محمد صادق خان د غونډې وروسته پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، «دا کمېټه یو مهم پلاټفورم دی چې دواړه هېوادونه کولی شي له دې لارې خپل حساس او ستراتیژیک مسایل وڅېړي.»

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور، تفاهم او ډیالوګ پر اړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې دواړه خواوې باید له هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو ترمنځ کرکه او حساسیتونه راپاروي.

په اعلامیه کې راغلي: «متقي د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر اوسني وضعیت او د کډوالو جبري اېستلو په ګډون پر یو شمېر مسایلو مفصل بحث کړی دی.»

اعلامیه زیاتوي، چې د غونډې په پای کې دواړو خواوو دا مهمه وبلله چې دا ډول بحثونه او همغږي باید دوام پیدا کړي.

دا چاره پر ډیورنډ کرښې د تورخم دروازې له تړل کېدو او د پاکستاني او طالبانو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته رامنځته شوې. دا نښته تېره میاشت هغه مهال وشوه، کله چې ډیورنډ کرښې ته نږدې د پوستو جوړېدو په سر لانجه راپورته شوه.

وروسته له هغې یوه ګډه پاکستاني ــ افغان جرګه جوړه شوه، چې د تفاهم له مخې د تورخم دروازه د ۲۷ ورځو له بندېدو وروسته د مارچ پر ۱۹مه بېرته پرانیستل شوه.

بلخوا، پاکستاني چارواکي وایي چې د دوی او طالبانو ترمنځ د اړیکو اصلي خنډ د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» او نورو وسله‌والو ډلو شتون دی، چې ګواکې له افغانستانه فعالیت کوي، خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي او وایي، د هېچا ترهګري نه زغمي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و، چې د «جعفر اېکسپرېس» د اورګاډي د تښتونې تر شا تورن کسان د افغانستان له سیمو اړیکې لري او د هغوی د ټلیفون ثبتونه هم له افغان سیمو تعقیب شوي.

افغان طالبان بیا ادعا کوي، چې د «اسلامي دولت – خراسان څانګې» داعش خراسان جنګیالي له بلوچستان او پښتونخوا څخه افغانستان ته ننوزي، خو پاکستاني چارواکو دا څرګندونې بې‌اساسه بللې دي.

سره له ټولو اختلافاتو، د دواړو لوریو له خوا د «جی سي سي» ناستې بیا پیل د یوه مثبت ګام په توګه یاد شوی، چې ښایي د تاوتریخوالي د کمېدو، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره لاره هواره کړي.

نور خبرونه

رادیو