د بلوچستان ایالت ځايي چارواکو ویلي، چې د چار شنبې په ورځ په کلات کې د مسافرو پر یوه بس موټر ناپېژاندو وسله والو ډزې کړې چې له امله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.په ورته وخت کې په اواران ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوځ پر کاروان د سنایپر ډزو له امله یو تن افسر وژل شوی.
د بلوچستان چارواکو د یاد برېد په تړاو نور معلومات نه دي وکړي او تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دغه راز پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، چې تېره شپه د پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي.
د پاکستان په بلوچستان او پښتونخوا کې د ناامنیو په دوام امنیتي سرچینو ویلي، چې نن چهار شنبه د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په ګرای کري سیمه کې د پاکستاني پوځ پر کاروان د سنایپر ډزو په ترڅ کې هم یو افسر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د یادو پېښو په اړه تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.