د وچو مېوو افغان سوداګر: د واګه لارې د بندېدو له امله هند ته د وچې میوې صادرات درول شوي

۵ ورځې مخکې

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان او سوداګر وايي، د واګه لارې له بندیدو وروسته هند ته د افغانستان د وچو مېوو، په ځانګړې توګه د انځرو صادرات په ټپه دریدلي دي. سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مخکې د یو من انځرو بیه درې نیم زره افغانۍ وه، خو اوس ۱۸ سوه افغانیو ته را لوېدلې ده.

په کندهار کې د وچو مېوو یو شمېر سوداګرو د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۶مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د واګه بندر له تړل کېدو وروسته هند ته د وچو مېوو صادرات بند شوي، چې له امله یې د وچو میوو بیې هم خورا ټیټې شوې دي.

د صبغت الله په نوم د وچې میوې یوه سوداګر افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ما چې په شاولیکوټ کې کوم انځر رانیولي وو، هغه مې نن په ډېر ټېټ قیمت خرڅ کړل. مخکې د یو من انځرو قیمت درې نیم زره افغانۍ و، خو اوس د یو من انځرو قیمت تر اتلس سوه افغانیو راټېټ شوی دی.»

د وچو مېوو سوداګر وايي، چې که واګه بندر د افغان صادراتو پر مخ خلاص نه شي ښايي سږکال د وچو مېوو سوداګر له سخت اقتصادي زیان سره مخ شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې د هند او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیا وروسته د واګه بندر له لارې د افغانستان او هند ترمنځ ترانزیټ په ټپه دریدلی دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجیر عبدالباقي بنا وايي، چې له کندهار څخه شاوخوا ۹۸ سلنه وچه میوه هند ته صادریږي خو سوداګر زړه نه ښه کوي، چې وچې مېوې د سمندر له لارې صادرې کړي.

نوموړی وايي:«زموږ اکثره وچه مېوه هندوستان ته صادریږي، ښه لاره یې د واګه بندر دی، ځکه دا یوه اسانه ځمکنۍ لاره ده. وچه مېوه په سمندر کې تورم کوي او خرابیږي ځکه له دې لارې ډېره صادریږي.»

نوموړي ویلي، چې تېر کال یې له افغانستان څخه بهر ته څه باندې ۲۸زره ټنه انځر صادر شوي دي، خو سږ کال یې تر اوسه بهر ته د انځرو صادرات نه دې پیل کړي.

هغه زیاته کړه:«اوس تازه د انځورو فصل حاصل ته رسیدلی دی او سوداګرو پرېکړه کړې ده، چې تر وږې میاشتې به بهر ته صادرات نه پیلوي.»

د وچو مېوو سوداګر له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د افغانستان په ځانګړي توګه د کندهار د وچو مېوو لپاره بدیلې لارې ولټوي.

د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلیزونه ګران پرېوځي او د طالبانو حکومت تر دې مهاله په دې نه دی بریالی شوی، چې د افغان سوداګرو دې ستونزې ته حل لاره را وباسي.

تېره میاشت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له افغان سوداګرو سره په ناسته کې ویلي و، چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړه د هغوی دوه اړخیزه مساله ده او دوی له خپلو هڅو سره سره، نه شي کولای، چې د واګه بندر پرانیزي.

نور خبرونه

رادیو