د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د فرانسې، جرمني او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلیفوني خبرو کې هوکړه وکړه، چې د ایران د اټومي پروګرام د حل لپاره دې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې پای وروستی ضربالاجل وټاکل شي.
اکسیوس خبري اژانس د درېیو معتبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، که د دې نېټې تر رسېدو پورې کومه هوکړه ونشي، نو درې واړه اروپايي هېوادونه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته لګولو میکانېزم فعال کړي، کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران له نړۍوال اتومي تړون سره سم لغوه شوي وو.
یاد تړون چې د ایران اټومي فعالیتونه محدودوي، له کلونو راهیسې د کړکېچ ښکار دی.
امریکا او متحدین یې وايي، که ایران همکاري ونه کړي، نو نړۍوال فشار به پرې زیات شي.