د عمران خان پخوانۍ میرمنې ریحام خان د پاکستان جمهوري ګوند په نوم د نوي سیاسي ګوند اعلان کړی دی.
ریحام خان وویل چې هغه به له نن څخه یو غورځنګ پیل کړي چې په پارلمان کې به د خلکو استازیتوب وکړي او خپل سیاسي حرکت به له کراچۍ پیلوي.
د کراچۍ په پریس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال ریحام خان وویل:« موږ به په قوانینو کې داسې بدلونونه راوړو چې خلکو ته ګټه ورسوي، مېرمنې او بزګران هم باید استازیتوب وکړي.»
هغې وویل چې ټول پاکستان د هغې ټاکنیزه حوزه ده.