د پاکستان او اندونیزیا پوځي چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

پرون

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي چې د اندونیزیا دفاع وزیر جنرال جافري سجام سوالدین د سې شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر سره وکتل او د پوځي اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دواړو خواوو د سیمه ییز امنیت، دفاعي همکارۍ او د دوه اړخیزو پوځي همکاریو د زیاتولو لپاره د لارو چارو په اړه نظرونه تبادله کړل.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیمه کې د سولې او ثبات د ډاډمنولو لپاره په متقابلې همکارۍ ټینګار شوی.

د پاکستان پوځ وايي، د پاکستان لوي درستیز عاصم منیر په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د متقابلې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د اندونیزیا د دفاع وزیر په حواله لیکلي، چې نوموړي په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د پوځ د رول ستاینه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو