د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د پاکستان او افغانستان سوداګري یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلې

۲۱ ساعتونه مخکې

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د جون میاشتې تر پایه پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري یو مېلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې؛ دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په بیا رغېدو کې د مثبت پرمختګ نښه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا خپور شوی تازه راپور ښيي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان پاکستان ته ۲۷۷ مېلیون ډالر صادرات کړي؛ په داسې حال کې چې پاکستان بیا د ۷۱۲ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادر کړي دي.

افغانستان، پاکستان ته تر ډېره پنبه، سکاره، ودانیزې ډبرې او وچه مېوه استولې ده؛ خو پاکستان بیا د افغانستان بازار ته صنعتي توکي، درمل او خوراکي توکي صادر کړي دي.

په راپور کې راغلي، که چېرې دغه تازه شمېره د ۲۰۲۰کال څخه تر ۲۰۲۳ کلونو پورې د سوداګریزو اړیکو سره پرتله شي؛ نو په دغه اړیکو کې یو څرګند پرمختګ لیدل کېږي.

د کرونا وبا، سیاسي بې‌ثباتۍ او د تګ راتګ لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري یو وخت له یو مېلیارد ډالرو هم راښکته شوې وه.

اېکسپرېس ټربیون زیاتوي، که څه هم دغه شمېره د پرمختګ ښکارندویي کوي؛ خو سوداګر لا هم له سیاسي فشارونو، د لارو ستونزو او د ویزو له محدودیتونو شکایت لري.

په جلال‌اباد ښار کې د ډبرو سکرو یو سوداګر نور خان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي، چې له هرو امنیتي پېښو وروسته پاکستان پر سوداګرۍ محدودیتونه لګوي، ویزې بندوي او سوداګریز مسیرونه له خنډ سره مخ کوي. دا ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا کمزورې کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریز توازن اوس هم د پاکستان په ګټه ولاړ دی. پاکستان د ټولې دوه اړخیزې سوداګرۍ ۷۰ سلنه برخه لري؛ په داسې حال کې چې افغانستان یوازې ۳۰ سلنه ونډه لري.

ورځپاڼه وایي، چې دا مثبت پرمختګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو تماسونو پایله ده. کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر او همداراز د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان هلې ځلې، د سوداګریزې فضا د ښه والي لپاره ګټور ثابت شوي دي.

د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان بیا وایي، که سوداګري له امنیتي او سیاسي مسایلو بېله وساتل شي؛ نو دا حجم د کال تر پایه ۲ مېلیارد ډالرو ته رسېدای شي.

هغه زیاتوي، که چیرې شرایط مساعد شي، دواړه هېوادونه کولای شي خپله سوداګریزه کچه بېرته تر ۳ مېلیارد ډالرو پورې لوړې کړي.

د افغان سوداګرو په باور، د دې لپاره چې سوداګریزه فضا باثباته پاتې شي؛ باید د دواړو لوریو له‌خوا تورخم، غلام‌خان، خرلڅي او سپین بولدک کې د تخنیکي اسانتیاوو برابرول، د ویزو پروسې اسانه کول، د واګې، کراچۍ او ګوادر بندرونو د خدماتو بیا فعالول او د سوداګرۍ او سیاست بېلول د دوامداره حل لپاره به کلیدي اقدامات وي.

اېکسپرېس ټربیون وایي، په خیبر پښتونخوا کې وروستۍ امنیتي پېښې، د «ټي‌ټي‌پي» مسله او د دواړو هېوادونو ترمنځ وخت ناوخت سیاسي شخړې هغه مسایل دي، چې کېدای شي سوداګریز بهیر بېرته له خنډ سره مخ کړي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان یو لوړپوړی ځانګړی استازی نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي؛ تر څو د سوداګرۍ پر روان وضعیت، دپاکستاني طالبانو پر موضوع او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شته ستونزو پر حل تمرکز وشي.

که څه هم د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له یو مېلیارد ډالرو اوښتې؛ خو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د لا پرمختګ لپاره دوامداره سیاسي اراده، د باور فضا او تخنیکي اسانتیاوې اړینې دي.

نور خبرونه

رادیو