د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان دوامداره سوله او ثبات د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ګډو هیلو بنسټ جوړوي.
اسحاق ډار دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه کې کړې.
نوموړي د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
هغه وړاندیز وکړ چې د “شانګهای د همکاریو سازمان ـ افغانستان د تماس ډله” باید بېرته فعاله شي. هغه وویل چې له دې سره به یو ارزښتناک، عملي او په پایلو متکي مشارکتي بستر برابر شي.
ډار د ترهګرۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «ترهګري د بشریت یوه ګډه اندېښنه ده، چې نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي. د ترهګرۍ ټول ډولونه، که دولتي وي یا غیر دولتي، د غندنې وړ دي. موږ باید ترهګري د سیاسي موخو لپاره له کارولو راوګرځوو او د دې خطر پر ضد باید په ګډه او همغږې لارې سره مبارزه وکړو، چې پکې د ترهګرۍ د ريښو ایستل هم شامل دي.»