فاریاب کې له ۱۴ کلنې جینۍ سره د ۷۰ کلن بوډا د واده مخه نیول شوې

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ په تګاب کلي کې یې د یوه تحمیلي واده مخنیوی کړی دی. یاد وزارت وايي، یوه ۱۴ کلنه نجلۍ له رضایت پرته یوه ۷۰ کلن سپین ږیري ته نکاح شوې وه خو د یادې نجلۍ له شکایت وروسته یې نکاح فسخه کړه.

د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو رپوټ ور کړی، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو له مخنیوي سره په کم عمر کې د نجونو د ودېدو پېښې ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو