طالبانو په نورستان کې د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د بېروج ډبرې وپلورلې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د دوی ځایي ادارې تر څارې لاندې د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۵ کیلو ګرامه بېروج پلورل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ازادې بولۍ کې د طالبانو ونډه ۱۲مېلیونه افغانۍ وه.

د (چنګاښ ۲۳مه) د دوشنبې په ورځ یاد وزارت زیاته کړې، چې په یاده بولۍ کې د لومړي ځل لپاره د نورستان له کانونو څخه استخراج شوي یاقوت هم پلورل شوي؛ خو په دې تړاو نور هېڅ جزیات نه دي ورکړي.

نور خبرونه

رادیو