د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز شریف د لومړي ځل لپاره د پاکستان د بلواګرو د مدیریت لپاره د پولیسو ځانګړی ځواک جوړ کړ.
مریم نواز ویلي، چې دا نوی ځواک به د پنجاب پولیسو په چوکاټ کې د خلکو د ژوند، ملکیت او خوندیتوب او د دولتي تاسیساتو د ساتنې مسولیت ولري.
د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د پولیسو په چوکاټ کې يې د بلواګرو د کنټرول لپاره د پولیسو ځانګړی ځواک جوړ کړ.
هغې ویلي، چې د ولسي خلکو او تاسیساتو ساتنه یې مسولیت دی.
د معلوماتو له مخي، چې د کابينې په غونډه کې هم د بلواګرو د مدیریت لپاره د پولیسو د جوړولو پلان منظور شوی دی.
مریم نواز د دې ځواک د جوړېدو په اړه ویلي: «دا نوی ځواک د پنجاب پولیسو په چوکاټ کې د خلکو د ژوند، ملکیت او خوندیتوب او همدارنګه د دولتي زیربناوو د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی.»
د دې پولیسو لومړۍ ۳ زره کسیزه قطعه نن تر زده کړو وروسته فارغ شول.
ویل کيږي، چې دغه ۳ زره ځانګړي پولیس به په سیمه ییزو مرکزي دفترونو کې ځای پر ځای شي.