د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په پاکستان کې د خطرناکو وژنو، تاوتریخوالي، قومي تقابل او ناڅرګند اقتصادي حالت تر څنګ د قانون حاکمیت په تړاو په ژوره توګه اندېښمن دی.
د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) نوموړي پر اېکس پاڼه په همدې تړاو په اردو او پښتو ژبو لیکلي دي، چې د اسلام اباد حاکم چارواکي باید د دغو اندېښنو او وضعیت د ښهوالي لپاره جدي اقدامات وکړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې خلیلزاد د پاکستان د روان امنیتی او اقتصادي وضعیت په تړاو څرګندونې کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم هغه دغه ډول څرګندونې کړې دي او ان د پاکستاني سیاستوالو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.