له افغانستان نه پاکستان ته د سکرو د واردوونکو ټولنې غړو د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د اصلیت تصدیق پاڼې پر سر له رامنځته شویو ستونزو شکایت کړی او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ددوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، دوی ته یې ډاډ ورکړی چې یادې ستونزې به له طالبانو او د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق د پاکستان د سکرو واردوونکو ټولنې له غړو سره په کتنه کې ویلي، چې د کرښې په دواړو خواو کې د کوچنیو سوداګرو ملاتړ د یادې سیمې د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دی.
د اصلیت تصدیق پاڼه یا Certificates of Origin د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو لپاره یو مهم سند ګڼل کېږي څو په ګمرکونو کې دا روښانه شي چې دغه محصولات په کوم هېواد کې تولید او یا هم استخراج شوي چې له مخې یې ګمرکې تعرفې وضع شي.