طالبان د بهرنيو سیلانيانو د امنيت او ويزو په برخو کې اسانتیاوې راولي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د امنيتي ادارو ترمنځ د بهرنیو سیلانيانو د امنيت په موخه غونډه کې د ویزو، د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټېټيوټ د فعاليتونو پياوړتیا او سیلانيانو ته د تفريحي سيمو ورپېژندلو په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، وویل، چې ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معيین قدرت ‌الله جمال په مشرۍ د سیلانيانو د امنيت تامينولو او د اسانتیاوو برابرولو په موخه د بهرنيو چارو،کورنيو چارو وزارتونو او امنيتي ادارو استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه کې خبرې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند په وینا، په یاده غونډه کې بهرنيو سیلانيانو ته د ډاډمن امنيت برابرولو، د ويزو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټېټيوټ د فعاليتونو د پياوړتیا تر څنګ بهرنيو سیلانيانو ته د هېواد د تفريحي سيمو ورپېژندلو په اړه هم خبرې وشوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين قدرت ‌الله جمال ویلي:« د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې د سيلانيانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي او ورته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.»

نوموړي زياته کړې چې د وزارتونو تر منځ د ګډې همغږۍ له لارې بايد دغه اسانتياوې برابرې شي.

افغانستان ته د سیلانیانو ورو ورو راتګ د طالبانو حکومت لپاره د یوې ستراتیژیکې هڅې په توګه لیدل کېږي، چې غواړي له اوږدې نړۍوالې انزوا وروسته ځان ته ښه انځور جوړ کړي.

سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د نړۍوالو مرستو بندېدو او اقتصادي بحران له کبله په ګران حالت کې دی، خو له دې سره هم غواړي نړۍوالو ته وښيي، چې افغانستان بیا خوندي شوی او د سفر وړ دی.

نور خبرونه

رادیو