میروېس عزیزي قرغېزستان کې له افغان زده کړیالانو سره «۵۰۰زره ډالر» مرسته وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي نن شنبه د ( چنګاښ ۲۱مه) په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د قرغیزستان په بشکېک کې یې ۹۵ افغان محصلینو د زده کړو د دوام لپاره د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون سره هوکړه لاسلیک کړه.

نوموړی وايي، په دې وروستیو کې د امریکا د پراختیایي بودیجې د لغوه کېدو له امله د یاد شمېر محصلینو بورسیې هم ختمې شوې وې او له همدې امله یې دا مرسته وکړه، څو د دغو افغانانو زده کړې روانې پاتې شي. د دې افغان پانګه‌وال په وینا، په همدې موخه یې بشکېک ته سفر کړی و او هلته یې ستونزې له نږدې حل کړې.

عزیزي زیاته کړه: «زده کړه نه یوازې د فرد، بلکې د ټولنې د راتلونکي تضمین دی او زه به د افغان ځوانانو د تعلیم او زده کړې د دوام په برخه کې تل ژمن پاتې شم».

د عزیزي د معلوماتو له مخې په ۹۵ افغان محصلینو کې چې دا مهال د مرکزي اسیا په امریکايي پوهنتون کې د لېسانس او ماسټرۍ زده کړې کوي د هلکانو تر څنګ نجونې هم شاملې دي.

طالبانو په افغانستان له بیا واک ته رسېدو سره سم د نورو محدیتونو سربیره افغان نجونې له زده کړو هم راوګرځولې چې له کبله یې دا ډله تر توندو نیوکو او بندیزونو لاندې هم راغلې.

نور خبرونه

رادیو