د بشري او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو افغان فعاله نسیمه سادات په اسلام اباد کې د پولیسو له لوري نیول شوې او دا مهال د حاجي کمپ نومي پنډغالي کې ده. د هغې کورنۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دا پېښه تایید کړه، خو له جزییاتو یې ډډه وکړه.
د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي پر خپلې اېکس پاڼې، د دغه ښځینه فعالې نیونې ته په اشارې سره ویلي چې که هغه بېرته افغانستان ته وشړل شي، نو د طالبانو له لوري به یې ژوند له ګواښ سره مخ شي.
نوموړې له اړوند بنسټونو د ښځو د حقونو د دغه فعالې د خلاصېدو په تړاو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
که څه هم د نسیمې سادات د نیولو دلامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وړاندې په اسلام کې تر ډېره افغانان د ویزو د نشتوالي له کبله نیول شوي دي. پاکستان په دغه هېواد کې د اوسېدونکو افغانانو د ویزو د تمدید موده یوې میاشتې ته راکمه کړې چې له کبله یې ډیری افغانان له ستونزو سره مخامخ دي. هم مهاله له تېرو دوو اونیو راهیسې پاکستان کې د افغانانو لپاره د ویزو د تمدید چارې هم په ټپه ودرېدلي دي. لامل یې په دغه برخه کې جعلکاري او د یو شمېر کړیو فساد بلل شوی.
په اسلام اباد کې رسمي سرچینو تر اوسه د افغان فعالې د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
شاوخوا یو کال وړاندې نسیمه سادات د افغانستان په تخار ولایت کې د طالبانو له لوري هم نیول شوې وه او هغه مهال یې یوه اوونۍ زندان هم تېر کړی و.