دوړو او سختو توپانونو ۱۵۱ هېوادونه اغېزمن کړي

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) وایي چې شګو، دوړو او توپانونو دا مهال په ۱۵۱ هېوادونو کې پر کرنې، چاپېریال او د خوړوپر خوندیتوب بد اغيز کړی دی.

دې ادارې تازه په اېکس پاڼه کې ليکلي چې د اقليمي بدلون ناببره څپو د نورو ګڼو زيانونو سربيره پر کرنې او مالدارۍ هم خپل ناوړه اغیز پریښی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې افغانستان هم د اقليمي بدلون د څپو له اغيزو خوندي نه و او د زيانونو سربيره یې خلکو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نور خبرونه

رادیو