ترکمنستان کې د طالبانو سفیر د کډوالو د ستونزو په اړه د پاکستان له سفیرې سره کتلي

۱ ساعت مخکې

په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر فضل محمد صابر په همدې هېواد کې د پاکستان له سفیرې فریال لغاري سره د اړیکو د پراخوالي، د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا او پاکستان کې د میشتو افغانانو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړي دي.

د معلوماتو له مخې په ترکمستان کې د طالبانو د سفارت سرپرست د پاکستان له سفیرې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه چې مقابل لوري له اړوند چارواکو سره د دغه غوښتنې د شریکولو ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو