پښتین: د ظلم پر ضد منطق ویونکی محصل فضل امین اپریدی د پولیسو له‌خوا تښتول شوی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، چې د خیبرپښتونخوا پولیسو د پېښور اسلامیه کالج محصل فضل امین افریدی «د ظلم په وړاندي د حق، منطق او دلایلو» ویلو له کبله تښتولی او بیا یې بندي کړی دی.

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا اداره د ظلم په وړاندې د غږونو د خاموشه کولو هڅې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «فضل امین افریدي تل د ریاست د جعلي بیانو پر ضد مناسب، منطقي او پر ځای دلایل ویل او اوس پولیسو هغه ته د درغو او سپکو الفاظو د کولو دسیسه جوړه کړې او بندي کړی یې دی.»

پښتین زياته کړې، چې د خیبرپښتونخوا د پولیسو چلند د سیاسي او ټولنیزو فعالانو په وړاندي سخت حالت ته رسېدلی.

هغه زياته کړې: « د خیبرپښتونخوا ادراه ټولنیز او سیاسي فعالان ګواښي، نيسي يې، زنداني کوي يې او ان وژنې يې، دوی پښتانه مشران تر نیولو وروسته پنجاب یا سند ته سپاري دا د بې شرمۍ ورستی حد دی.»

د نوموړي په خبره، چې پښتونخوا له یوې خوا د ظلم ښکار او له بلې خوا يې د حق غوښتلو غږ هم خاموشه کيږي.

منظور پښتین پر ولایتي حکومت غږ کړی، چې له دې پېښو ځان خبر کړي او د ظلمونو مخه ونيسي.

هغه د بندي شوي محصل له انځور سره لیکلي: «موږ له ټولو غواړو چې د محصل فضل امین لپاره غږ پورته کړي.»

نور خبرونه

رادیو