د امریکا یوه فدرالي قاضي د دغه هېواد په کلفرونیا ایالت کې د کډوالو «خپلسري او تبعیضي نیول» ځنډولي دي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې د فدرال مامورین د یو شمېر کډوالو په نیولو کې پر «تبعضي» چلند تورن شول.
د کلفرونیا والي ګیوین نیوسوم د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویلي دي چې عدالت بریالی شوی او د خلکو حقونو ته باید درناوی وشي.
ورته مهال، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې له دې پریکړې سره موافق نه دي او د استیناف په محکمه کې به یې ننګوي.