نوی اقتصادي پرمختګ؛ افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۱

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې.

راپور ښيي چې په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري ۹۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې څخه ۲۷۷ میلیونه ډالر د افغانستان صادارات او ۷۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له پاکستانه واردات شوي.

افغانستان له پاکستانه سیله وریجې، درمل، بوره، د پنځو صنعتونو لپاره خام مواد او د پنبې ټوکران وارد کړي؛ خو پاکستان ته یې پنبې، د ډبرو سکاره، پیاز، رومیان، ممیز او ماش صادرې کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ترکیب مهم وباله او ویې ویل چې دا تبادلې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ارزښتناکه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې دا مهال سوداګري د چمن، سپین بولدک، تورخم او ډنډپټان له لارې ترسره کېږي. د دې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي، که څه هم د غلام خان لار لا هم تړلې ده، خو د تېر کال په پرتله روان سوداګریز وضعیت ښه شوی دی.

همداراز، د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال میرویس حاجي زاده له افغان حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. هغه وویل: "پاکستان د افغانستان لپاره مهم بازار دی، او ډېر هغه کرنیز توکي چې افغانستان ته اړتیا ده، په دغه هېواد کې پیدا کېږي. د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده تعامل اړین دی."

افغانستان او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، چې د جغرافیایي نږدېوالي، ګډو کلتوري ارزښتونو او د ترانزیتي لارو له امله پیاوړې شوې دي. که څه هم سیاسي کړکېچونه او ډيورنډ کرښې ته نږدې ستونزې وخت ناوخت پر دې اړیکو منفي اغېز کړی، بیا هم دواړو هېوادونو هڅه کړې چې دوه‌اړخیزه سوداګریز تعاملات وساتي.

نور خبرونه

رادیو