اروپا ته د انساني قاچاق هڅه؛ څلور پاکستانیان په تورخم کې د جعلي وېزو له کبله نیول شوي

پرون

د پاکستان انساني قاچاق ضد څانګې په تورخم کې د دقیقو معلوماتو له مخې هغه څلور پاکستانیان نیولي، چې د افغانستان له لارې يې اروپا ته د غیري قانوني تګ هڅه کوله.

نیول شوي کسان د پېښور، باجوړ او مردان اوسېدونکي دي.

سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شينواري ته د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) ویلي، چې نیول شویو ۴ کسانو پر دوو پاسپورټونو د تاجکستان وېزې قصدا پاکې کړي؛ څو د امېګرېشن چارواکي تېروتنه وکړي او د افغانستان له لارې غيرې قانوني اروپا ته ولاړ شي.

سرچینو زياته کړې، چې د نیول شویو کسانو څخه تر پلټنو وروسته د انساني قاچاق هغه دوه رهبري کوونکي هم نیول شوي، چې له دې کسانو يې پيسې اخیستې وې.

د معلوماتو له مخي، چې د انساني قاچاق د دوو رهبري کوونکو کسانو سره ۱ لک ۵۴ زره کالدارۍ، په ټلیفون کې پيغامونه او د غير قانوني امېګرېشن د هڅو اسناد هم نیول شوي دي.

د پاکستان انساني قاچاق ضد ادارې ویلي، چې د نیول شویو کسانو د سفر مخه یې نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

دغه ادارې ډاډ وړاندې کړی، چې د دې کسانو د اصلي شبکې د پيدا کېدو هڅې يې شروع کړي.

ډېری کسان وايي، چې د افغانستان د جمهوریت تر سقوط وروسته ډېرو پاکستانیانو د افغانانو په نوم اروپا او نورو هېوادونو ته تللي او یا یې د تګ هڅې کړي.

نور خبرونه

رادیو