نن د «جولای ۱۲مه د هیلې او امید» نړۍواله ورځ ده

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د جولای ۱۲ د هیلې او امید د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

یاد سازمان وايي چې د ستونزو، کړاوونو او رواني فشارونو پر مهال، هیله او امید د انسانانو لپاره هغه ګډ ارزښت دی چې د بدلون، یووالي او د ښې راتلونکې لپاره انګیزه ورکولای شي.

ملګري ملتونه وايي چې دا ورځ یوازې سمبولیک ارزښت نه لري بلکې د دغه سازمان د منشور پر بنسټ په ټوله نړۍ کې ټولنو او وګړو ته د ښې راتلونکې لپاره د عملي ګامونو د اخېستلو سپارښتنه هم کوي.

دا سازمان په ورته وخت کې زیاتوي چې د دغه ورځې نمانځل د دې یادونه کوي چې له ننګوونو سره سره باید د ښې راتلونکې لپاره هیلۍ او امیدونه ژوندي وساتل شي.

نور خبرونه

رادیو