سوېلي وزیرستان کې ځایي خبریالان وایي، چې په واڼه سیمه کې د جمعې لمانځه ته زرګونه کسان راټول شوي او غواړي په خپله سیمه کې د نا امنۍ خلاف غږ پورته کړي. د دغه لاریون یوه بله موخه د کانونو د ناقانونه کېندنو مخنیوی او د انګور اډې لارې پرانېستل بلل شوي.
وزیرستان کې مېشت خبریال لعل وزیر وایي، جوپې، جوپې خلک د واڼې بازار ته روان دي او د سیمې خلک به روانه ترهګري او وسلهوال بریدونه وغندي.
سویلي وزیرستان په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو د پراخو هوایي بریدونو او د پاکستاني طالبانو د وسلهوالو فعالیتونو ډګر ګرځېدلی دی.