تازه خبر

د ټرمپ مالیاتي ناندرۍ؛ د اګسټ له لومړۍ پر کاناډا ۳۵سلنه مالیه لګوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۰

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ته په یوه لیک کې ویلي، چې هېواد به یې د اګست له لومړۍ نېټې څخه امریکا ته د خپلو صادراتي توکو لپاره له ۳۵ سلنه ګمرکي محصول سره مخ شي.

دغه لیک د صادراتي توکو په تړاو د ټرمپ له ۲۰ لیکونو څخه وروستی لیک دی او امریکا لا هم غواړي، چې له ګڼو هېوادونو سره د سوداګریزو ګواښونو لړۍ روانه وساتي.

کاناډا هڅه کوي، چې (د جولای تر ۲۱مې) له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو د ټرمپ دا وروستی ګواښ ښايي یاد ضرب الاجل له ګواښ سره مخ کړي.

د راپورونو پر بنسټ؛ کاناډا او مکسیکو دواړه هڅې کوي؛ څو ټرمپ راضي کړي او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون (USMCA) بېرته خپل عادي حالت ته راولي.

نور خبرونه

رادیو