د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې وروستي پرېکړه لیک ته غبرګون ښودلی دی. هغه د دغه پرېکړه لیک ملاتړ کوونکي پوښتلي، چې له دوی څخه څو کسان په رښتیا د بشري حقونو د خوندي ساتلو غوره ریکارډ لري؟
هغه دا هم پوښتلي چې څو کسان له خپلو ښځو او نجونو سره په مساوي توګه چلند کوي؟
خلیلزاد زیاتوي چې دوی هغه هېواد ته درس ورکوي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته راوتلی دی، خو ګاونډي هېوادونه لکه ایران او پاکستان له چمتووالي او همغږۍ پرته زرګونه کډوال ور لېږي.
هغه ټینګار کړی چې دا ټول په داسې حال کې کېږي چې افغانستان تر بندیزونو لاندې دی او خپلې شتمنۍ یې کنګل شوې دي.
خلیلزاد بیا پوښتي چې ایا دوی د دې لوړو اهدافو د پوره کولو لپاره کوم پلان وړاندې کړی دی؟ هغه دا پریکړه شرمناکه بللې ده.
خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له افغان ښځو او نجونو سره خپل چلند ښه کړي.
هغه زیاته کړې: «د افغانستان د راتلونکي لپاره افغان نجونې باید ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاسرسی ولري.»