د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې تړون پلي کېدو سره سم؛ په دغه هېواد کې د پاکستان سفیر احمد فاروق وایي، چې ۳۰ بندیان پاکستان ته لېږدول شوي.
د هغه په وینا؛ د ۴۱۹ پاکستاني بندیانو د بېرته ستنېدو قانوني چارې به هم ژر بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سعودي عربستان په زندانونو کې ۷۰ سلنه پاکستانیان د نشهیي توکو په قضیو کې بندیان دي.