د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري له دندې ګوښه کېدونکی دی او پر ځای یې د پاکستان د پوځ مشر سید عاصم منیر ټاکل کیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د پاکستان د لومړي وزیر، ولسمشر او د پوځ د مشر پر ضد خپرېدونکی پروپاګند د بهرنیو کړیو له خوا ترسره کیږي او اصف علي زرداري د ګوښه کېدو په اړه ګنګوسې حقیقت نه لري.
نوموړي زیاته کړې، «موږ پوره باخبره یو، چې دغه بدناموونکی پروپاګند چا پیل کړی، ولې یې کوي او څوک ترې ګټه اخلي.»
دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د ولسمشر زرداري د استعفا په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او د پوځ مشر د ولسمشرۍ څوکۍ ته لیوالتیا نه لري.
نقوي ویلي، چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د پوځ د مشر ترمنځ اړیکې قوي، متقابلي او د احترام پر بنسټ ولاړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ د مشر تمرکز پر سیاسي مقامونو نه بلکې، پر ثبات او ملي امنیت دی.
نقوي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاوې خپرې شوې، چې د پاکستان د پوځ مشر هڅه کوي زرداري له دندې ګوښه او خپله د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړي.