په کیېف کې د اوکراین یو جګپوړی استخباراتي افسر په ډزو وژل شوی

۲ ورځې مخکې

د اوکراین د امنیتي خدماتو یو لوړپوړی افسر د پنجشنبې په ورځ د کیېف ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې په ډزو وژل شوی. چارواکي وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

پولیسو تایید کړې چې وژل شوی کس داوکراین د امنیتي خدماتو یو لوړپوړی افسر و، خو نوم یې نه‌دی په رسمي ډول افشا شوی.

رسنیو بیا راپور ورکړی چې وژل شوی افسر ایوان وورونېچ نومېږي.

نور خبرونه

رادیو