د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د شړکنده بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ او بامیان ولايتونو لپاره شوې ده.