د افغان اېواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد د یوه بنسټ مشر شان ون ډایور تازه له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه ویلي چې له متحدینو سره د کړو ژمنو نه پوره کول د امریکا اباور ته زیان رسوي.
نوموړي همدا راز ویلي چې امریکا ته د افغانانو د لیږد پروسه خورا شفافه وه، خو نه پوهیږي چې ولې حکومت دغه لړۍ بنده کړه. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ګډون په یو شمېر نورو هېوادونو کې زرګونه افغانان امریکا د تګ په تمه بند پاتې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم امریکا د ګډوالو د تګ بهیر د دریو میاشتو لپاره وځنډاوه خو د څه باندې پنځو میاشتو په تېرېدو لاهم دغه لړۍ نه ده شروع شوې.