د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، متحده ایالاتو له دغه هېواد سره د پوځي مرستو لېږد چې تېره اوونۍ یې ناڅاپه درولی و، بېرته پیل کړی دی.
هغه ویلي، له واشنګټن سره پوځي همکارۍ دوام لري او د اوکراین پوځ د امریکا له ځانګړي استازي سره په تماس کې دی.
زېلېنسکي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په خپل اېکس کې د یوې ویډيو په خپرولو سره دغه راز زیاته کړه: «موږ له امریکایي لوري په ځانګړې توګه له جنرال کېټ کلوګ سره په پوځي کچه خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو.»