د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فاکس نیوز ته په یوې مرکه کې ویلي چې «که یو څوک د نوبل سولې جایزې ته وړ وي» نو هغه به د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وي.
هغه وړاندې وویل: «دویم دا چې هغه په نړۍ کې د سولې لپاره په ډېرو هڅو بوخت دی. هغه په افریقا کې د روانډا او کانګو تر منځ سوله رامنځته کړه. دا جګړه یوه خونړۍ شخړه وه چې ګڼ شمېر انسانان پهکې ووژل شو. همداراز، هغه د هند او پاکستان ترمنځ هم چې دواړه اټومي ځواکونه دي، د سولې هڅې وکړې. زما په اند دا یوه خورا مهمه موضوع ده او د نوبل جایزې وړ ده».
نتانیاهو ویلي، ټرمپ لږ تر لږه په درېیو نورو برخو کې هم د سولې هڅې کوي ې یوه یې له اسراییل سره د ابراهیمي تړون د پراخولو هغه ده. هغه ټینګار کړی چې د نوبل جایزې ته د ډونالډ ټرمپ د نوماندۍ ملاتړ باید وشي.