په داسې حال کې چې ډېرو هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر ونه کړي، طالبان هڅه کوي چې افغانستان د بهرنیو سېلانیانو، په ځانګړې توګه امریکایانو لپاره د یوې نوې تبلیغاتي ویډیو په خپرېدو سره د یو خوندي ځای په توګه وړاندې کړي.
ویل کېږي چې دغه ویډیو د یوسف اریوبي په نوم د یوه افغان ځوان لهخوا جوړې شوې ده. هغه یو کاروباري دی او ډېری وخت د کلفرونیا او کابل ترمنځ تګراتګ کوي او د «رضا افغانستان» په نوم د ګرځندوی شرکت اداره هم پر غاړه لري.
هغه له امریکایۍ رسنیو سره په مرکه کې ویلي، د دې ویډیو د جوړېدو موخه یې دا ده چې په طنزیه ډول د افغانستان په اړه د لوېدیځ منفي نظر وننګوي او هغه واقعیتونه انځور کړي چې سیلانیان یې افغانستان ته د سفر پرمهال ورسره مخ کېږي. نوموړی غواړي وښيي چې افغانستان یوازې خطر او جنګ نه دی، بلکې د لیدنې لپاره ځایونه، کلتوري تجربې او مېلمهپاله خلک هم لري.
یوسف اریوبی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لوېدیځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي، خو د طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو په خپرېدو سره داسې ښيي چې افغانستان یو امن هېواد دی.
افغانستان په تېرو وختونو کې د طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو د جګړو له امله د سېلانیانو لپاره خوندي ځای نه و، خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې امنیت ښه شوی او شرایط د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره ډېر مناسب دي.
په افغانستان کې د طالبانو د امنیت خوندیتوب ادعاوو سربېره، په ځینو ولایتونو کې د وسلهوالو بریدونو خطر لا هم پر خپل ځای دی. د تېر ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشت کې په بامیان کې د یوه وسلهوال برید په ترڅ کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو.
بلخوا، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د عامه ژوند، کار او زدهکړې په ګډون پر افغان ښځو پراخ او ځپونکي محدودیتونه لګولي، خو څه موده مخکې د دغې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرتالله جمال له اسوشیټېډپرېس خبري اژانس سره په مرکه زیاته کړې وه چې له نارینه او ښځینه سېلانیانو هرکلی کوي.