باجوړ کې پښتون ملتپال مولانا خان زیب په ډزو کې ټپي شوی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۹

د عوامي نېشنل ګوند غړی او د باجوړ قومي مشر او سیاستوال مولانا خانزیب د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې ټپی شوی دی.

ځايي سرچینې وايي، چې د مولانا خانزیب پر موټر ډزې شوې دي او تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

د خانزیب نږدې دوستانو د هغه روغتیايي وضعیت نازک ښودلی.

پر خان زیب د خار سیمې په شندۍ ګرځني کې برید شوی.

مولانا خان زیب د ۲۰۲۴کال د ټولټاکنو پر مهال د قومي اسمبلۍ نوماند هم و.

یو شمېر سرچینو د نوموړي د وژل کېدو خبرونه ور کړي، خوتراوسه تایید شوي نه دي.

نور خبرونه

رادیو