په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په جلال اباد ښار کې د ۶۹ سوالګرو له راټولولو خبر ورکړی دی. په دغه کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو رسنیو مرکز پر اېکس پاڼه کاږلي:« په راټول شويو کسانو کې يولس تنه متکرر دي، چې د قانون له مخې به ور سره چلند وشي.»