په امریکا کې د سرو زرو بیې وروسته له هغې لوړې شوې، چې ولسمشر ډونالډ پر کاناډا تازه ۳۵سلنه ګمرکي تعرفې اعلان کړې او د خپلو نورو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې یې هم د پراخو تعرفو لګولو تازه خبرداری ورکړ.
د پنجشنبې په ورځ ټرمپ اعلان وکړ، چې امریکا به له کاناډا څخه پر وارداتو ۳۵سلنه تعرفه لګوي او پلان لري چې د نورو سوداګریزو شریکانو پر وارداتو به هم له ۱۵ څخه تر ۲۰سلنو پورې تعرفې پلي کړي.
دا اعلان د چهارشنبې د ورځې له هغې پرېکړې وروسته وشو، چې ټرمپ د امریکا د مسو وارداتو لپاره ۵۰سلنه تعرفه اعلان کړه او همداراز یې د برازیلي توکو پر وارداتو هم ورته تعرفې ولګولې.