د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن به د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په باړه سیمه کې د نا امنۍ خلاف لویه اعتراضیه غونډه وکړي.
سرچینو ویلي، د سیمې ټول جوماتونه نن تړلي دي او د جمعې لمونځ په ګډه د غونډې ځای کې کېږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په باړې بازار کې د غونډې ټاکل شوي ځای ته زرګونه خلک راغونډ شوي او لا هم ډلې، ډلې خلک راروان دي.
ټاکل شوې د جمعې تر لمانځه وروسته به همدلته د روانې نا امنۍ، هدفي وژنو، وسلهوالو بریدونو او سیمه کې د خپلسرو وسلهوالو پر ضد ویناوې وشي.
ځايي اوسېدونکي له سپینو بېرغونو سره د غونډې ځای ته رسېدلي دي.
په دې وروستیو کې د خېبر ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو فعالیتونو او د پاکستاني پوځ عملیاتو خلک تنګ کړي او له همدې امله دوی غواړي د نا امنۍ مخنیوي لپاره ولسي پرېکړې وکړي.