د ترکیې سمندري ځواکونو د چاناککلا ولایت د ایواجیک ولسوالۍ په اوبو کې د ۱۶ماشومانو په ګډون ۳۸ ناقانونه افغان کډوال او یو ایرانی وګړی ژغورلي دي. د ترکیې دولت اړوند اناډولو خبري اژانس وايي، چې دا کسان د ډوبېدو له ګواښ سره مخ وو.
په راپور کې ویل شوي، چې دا کسان تر ژغورنې وروسته له اداري ارزونې نه تېر او په ایواجیک کې د کډوالو د بېرته ستنېدو مرکز ته لېږدول شوي دي.