خلیلزاد: ایران باید د کډوالو د اېستلو بهیر ورو کړي، ترڅو د ګډوډۍ مخه ونیول شي

پرون

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او وایي، چې ایران باید د کډوالو د اېستلو بهیر ورو کړي، ترڅو د ګډوډۍ مخه ونیول شي.

خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي، چې ایران په زرګونه افغان کډوال له خبرداري پرته د کورنیو له جلا کولو سره په زوره شړي.
د نوموړي په خبره: «په ډېرې خواشینۍ سره چې افغانان له لارو او کوڅو را نیول کېږي، بسونو کې اچول کېږي او پولې ته څېرمه غورځول کېږي. کله چې دوی له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره یوځای په سوله ییز ډول اېستل ومني، دوی ته ویل کېږي چې د دوی کورنۍ به جلا واېستل شي او بیا دوی کولی شې چې د کورنیو د موندلو هڅه وکړي.»
خلیلزاد د ایران دا کړنه «وحشیانه» بولي او پوښتنه کوي، یو هېواد په ځانګړې توګه هغه هېواد چې له جګړې وروسته د بېوزلۍ سره مبارزه کوي، څنګه کولی شي چې په لنډ وخت کې دومره ډېر راستنېدونکي کډوال جذب کړي؟
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کډوالو روان وضعیت ته د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې ډېری راستنېدونکي کډوال کور، کلی یا خپلوان نه لري او د ملګرو ملتونو ادارې سره له دې چې پر پوله خواړه او خیمې چمتو کوي، خو د خلکو لوړ شمېر چې د ورځې دیرش زرو ته رسېږي، ادارې مجبوروي چې نویو راستنېدونکو لپاره ځای تخلیه کړي.
خلیلزاد د ایران پر حکومت غږ کړی، چې د کډوالو د اېستلو چټک بهیر ورو او با عزته کړي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ خورا شدیده شوې او یوازې په تېرو ۳۰ ورځو کې نږدې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان له دغه هېواده په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.
د راپور له مخې، دا اېستنې د ایران له خوا د بې اسناده کډوالو پروړاندې د قانون پلي کولو تر نامه لاندې ترسره کېږي، خو د بشري حقونو مدافعین او نړۍوال سازمانونه وايي چې دغه بهیر له انساني کرامت او نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې دی.
ایراني چارواکو بیا ویلي، چې د هېواد امنیت ته د بې اسناده افغان کډوالو له لورې ګواښ موجود دی.

نور خبرونه

رادیو