د روغتیا نړیوال سازمان راستنېدونکو افغانانو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

۱۲ ساعتونه مخکې

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په پولو او کرښو کې د یو زیات شمېر راستنېدونکو ښځو او ماشومانو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له پولو او کرښو راستانه شوي یو زیات شمېر میندې، ماشومان، سپین ږیري او سپین سرې بې سرپناه دي او پر بېلابېلو ناروغیو او خوار ځواکۍ اخته دي.

یاد سازمان د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې د امیندواره میندو په ګډون بې سرپرسته ماشومان روغتیايي خدماتو او همداراز خوراکي توکو او سرپناه ته شدیده اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اپرېل نه تر اوسه د اسلام کلا، تورخم، مېلک او سپین بولدک له لارو څه باندې ۸۳۶ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته اړول شوي او ورسره یې په دغه هېواد کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کړی چې بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د ارزونو پر بنسټ، دمګړۍ دغه راستنېدونکي افغانان، په ځانګړې توګه امیندواره میندې خوندي زېږون، د مور او ماشوم روغتیاپالنې او رواني روغتیا او پاکو اوبو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په مېلک او اسلام کلا بندرونو کې د راستنېدونکو افغانانو ګڼې ګوڼې ته په نغوتې سره وايي، چې په یادو سیمو کې په کافي اندازه امبولانسونه او د نارغانو د بېلتون لپاره مناسب ځایونه نشته او همداراز ښځینه ډاکټرانې هم د ګوتو په شمار دي.

دغه سازمان وايي، یو درې میاشتنی عملياتي پلان یې وړاندې کړی چې لګښت یې دوه میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی او په وینا یې که اضافي بودجه ورته برابره نه شي نو دوی هم اړ دي چې، خپلې چارې محدودې کړي.

نور خبرونه

رادیو