د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ خورا شدیده شوې او یوازې په تېرو ۳۰ ورځو کې نږدې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان له دغه هېواده په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.
د راپور له مخې، دا اېستنې د ایران له خوا د بې اسناده کډوالو پروړاندې د قانون پلي کولو تر نامه لاندې ترسره کېږي، خو د بشري حقونو مدافعین او نړۍوال سازمانونه وايي چې دغه بهیر له انساني کرامت او نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې دی.
ایراني چارواکو ویلي، چې د هېواد امنیت ته د بې اسناده افغان کډوالو له لورې ګواښ موجود دی.
دوی پر ځینو افغانانو تور لګولی، چې ګواکې د اسراییل لپاره جاسوسي کوي یا له نورو بهرنیو استخباراتي شبکو سره اړیکې لري.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند مخکې ویلي و: «موږ د امنیت په برخه کې هېڅ ډول خطر نه زغمو. هغه کسان چې اسناد ونه لري یا په مشکوکو فعالیتونو کې ښکېل وي، باید له هېواد څخه لاړ شي.»
خو د بشري حقونو سازمانونه وايي، دا ډول عمومي تورونه د زرګونو بې ګناه افغانانو پر ضد کارېږي، چې د کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي، کارونه یې کول او هېڅ قانوني سرغړونه یې نه ده کړې.
د افغانستان د سرحدي ولایتونو چارواکي وایي، هره ورځ په زرګونو کسان د نیمروز، فراه او هرات له لارې افغانستان ته داخلېږي، چې ډېری یې ماشومان، مېرمنې او زاړه خلک دي. دوی له اقتصادي، روغتیایي او رواني ستونزو سره مخ دي، ځکه نه سرپناه لري، نه خوراکي توکي او نه هم کاري فرصتونه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې موږ د دغو بېرته راستانه شویو کسانو لپاره بسنه کوونکي امکانات نه لرو او نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره لاس په کار شي.
سیاسي شنونکي وايي، چې د ایران دا سخت دریځۍ یوازې د کورني امنیت موضوع نه ده، بلکې د سیمې د ژورو سیاستونو یوه برخه ده.
د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او بشري حقونو سازمانونو له ایرانه غوښتي، چې د کډوالو اېستل باید د نړۍوالو اصولو له مخې، تدریجي، منظمه او انساني بڼه ولري.