د تاجکستان حکومت افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې ضرب الاجل ټاکلی څو له دغه هېواده ووځي.
ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له څو اوونیو راهیسې د تاجکستان پولیسو د افغان کډوالود نیولو، توقیف او بیا جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې ده او دا لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.
یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په جبري توګه د افغان کډوال اېستل په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ډېری کډوال قانوني اسناد لري او له دې هېواده د وتلو اراده هم نه لري، ځکه هغوی د درېیمو هېوادونو په ځانګړي ډول د کاناډا لهخوا د کډوالۍ د دوسیو بشپړېدو ته په تمه دي.
د راپورونو له مخې، دا مهال له ۱۳زره زیات افغان کډوال په تاجکستان کې مېشت دي، چې ډېری یې د پخواني جمهوري نظام کارکوونکي دي.
دا کسان د طالبانو د احتمالي نیونې، ګواښ او حتی انتقامي بریدونو له ویرې له افغانستان څخه وتلي دي.
رستم احمدي چې د دوشنبې په ښار کې اوسېږي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: «یوازې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې لسګونه تنه افغان کډوال چې ډېری یې د کورنیو سرپرستان دي، پرته له دې چې خپلو کورنیو ته خبر ورکړي، له کار ځای څخه نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.»
هغه زیاتوي: «مونږ د تاجکستاني پولیسو له ویرې رسنیو سره هم خبرې نشو کولای، ځکه چې بیا مو ډېر ژر پیدا کوي او له پوښتنې پرته مو افغانستان ته په زور لېږدوي، د نیولو تر ټولو لویه ستونزه د دوشنبې ښار په وحدت ښارګوټي او رودکي سیمه کې ده.»
د تاجکستان لهخوا له افغان کډولو سره دا زور زیاتی په داسې حال کې زیات شوی، چې ایران او پاکستان هم په بېسارې ډول د افغان کډوال د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات کډوال لري؛ یوازې په ایران او پاکستان کې تر درې میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي.
په ورته مهال، یوه بله ستره اندېښنه دا ده، چې له ګاونډیو هېوادونو اخراج شوي پخواني دولتي کارکوونکي د طالبانو له لوري د نیولو او حتی وژلو له ګواښ سره مخ دي.
څو سرچینو له کاپیسا او پنجشیر ولایتونو څخه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د روان کال د غبرګولي په میاشت کې شاوخوا ۳۰ ځوانان له ایران څخه د ستنېدو وروسته، د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو سره د اړیکو په تور نیولي دي.
سره له دې چې د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې وېره شته، خو ایران، پاکستان او اوس تاجکستان د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ته دوام ورکړی دی، چې دا چاره د بشري حقونو له پلوه یوه جدي اندېښنه ګڼل کېږي.