افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د شپږیزې کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ د جولای پر ۱۹مه پیلیږي. سپین غر پړانګان به د راشدخان، د بند امیر ښارامان د حشمت شهیدي، مېس عینک د رحمن الله ګربز، د بست ساتونکي د ابراهیم ځدراڼ او د امو نهنګان به د عمرزی په لوبډلمشرۍ لوبیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، چې لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ به د جولای میاشتې پر ۱۹مه نېټه په کابل کې پیل او د اګسټ میاشت تر لومړۍ نیټې به دوام ولري.
کرېکټ بورډ ویلي، چې په لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې یې د هېواد له پنځو زونونو څخه د سپین غر پړانګانو، بند امیر ښامارانو، مېس عینک، بست ساتونکي او امو نهنګانو په نوم لوبډلې ټاکلې او ټولو لوبډلو کې د ملي لوبډلې غړي او د کورني کرېکټ پیاوړي لوبغاړي ځای پر ځای شوي دي.
د لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې لپاره راشد خان، د بند امیر ښارامانو لوبډلې لپاره حشمت الله شهیدي، د مېس عینک لوبډلې لپاره رحمن الله ګربز، د بست ساتونکو لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ او د امو نهنګانو لوبډلې لپاره عظمت الله عمرزی د لوبډلمشرانو په توګه اعلان شوي دي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږیږې کرېکټ ټولې لوبې به د دې ادارې د خپل پرډکشن له خوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.