د عوامي نېشنل ګوند یو تن جګپوړي مشر غلام احمد بلور له ګوند نه د بلور کورنۍ د غړې ثمر هارون بلور پر وتلو غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي چې دی له ای اېن پي سره ولاړ دی.
ثمر بلور، چې د پېښور له پېژندل شوې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري، له ای اېن پي څخه جلا شوې او د مسلم لیګ (ن) غړیتوب یې اخیستی دی. هغه د ای اېن پي په کچه یوه فعاله ایالتي مشره وه.
غلام احمد بلور پاکستاني رسنۍ جیو نیوز ته په خبرو کې ویلي: "ثمر خپله خوښه لري، دا یې شخصي پرېکړه ده. زه د نورو شخصي پریکړو کې څه نه شم کولای." نوموړي ټینګار وکړ: "زه لا هم له عوامي نېشنل ګوند سره ولاړ یم."
ثمر بلور د غلام احمد بلور د وراره هارون بشیر بلور کونډه ده. هغې د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۰مه، د خاوند تر وژل کېدو وروسته سیاست ته مخه کړه.
هارون بلور د غلام احمد بلور د ورور، بشیر احمد بلور زوی و، چې د ای اېن پي له پیاوړو مشرانو شمېرل کېده.
بل خوا د ای اېن پي مشر ایمل ولي خان هم د ثمر بلور پر تګ غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي: "د ثمر پرېکړه حیرانوونکې نه ده، ځکه چې له وړاندې ګڼو ملګرو د دې امکان یادونه کړې وه."
نوموړي زیاته کړې: "ثمر بلور ته د اسمبلۍ څوکۍ د شهید بشیر بلور او شهید هارون بلور د قربانیو له برکته ور رسېدلې وه."
ایمل ولي دا هم ویلي: "حاجي غلام احمد بلور نن هم له ګوند سره لکه د غره ولاړ دی. د هغه له ۶۰ کلنې سیاسي مبارزې، قربانیو او وفادارۍ هېڅوک سترګې نشي پټولای. هغه د عمر په دې پړاو کې نورو ازموینو ته اړتیا نه لري."
ثمر بلور پرون د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په لیدنه کې د مسلم لیګ (ن) غړیتوب اعلان کړ.
د دې اعلان پر مهال شهباز شریف وویل: "د ثمر بلور راتګ به په خېبر پښتونخوا کې مسلم لیګ (ن) لا پیاوړی کړي."