ثمر هارون بلور او د هغې زوی له عوامي نېشنل پارټۍ نه خپلې لارې جلا کړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۸

د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) مخکښه څېره او د وژل شوي سیاستوال هارون بلور مېرمن ثمر هارون بلور له پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند سره یوځای شوې ده. ثمر بلور دا اعلان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په اسلام‌اباد کې تر کتنې وروسته کړی.

د چارشنبې ورځې په دې لیدنه کې مسلم لیګ (ن) له ثمر بلور سره ژمنه کړې، چې نوموړې ته به د ملی اسامبلۍ ځانګړې څوکۍ ورکړي.

شهباز شریف مسلم لیګ ن ګوند ته د ثمر بلور او د هغې د زوی دانیال هارون بلور د ورتګ هرکلی ووایه او ویې ویل، چې « د ثمر بلور ګډون به زموږ ګوند په خیبر پښتونخوا کې پیاوړی کړي».

هغه د بلور کورنۍ قربانۍ وستایلې او ویې ویل، چې یادې کورنۍ د ولسواکۍ او سولې لپاره وینه ورکړې ده.

ثمر بلور په ۲۰۱۸ کال کې د خپل خاوند تر وژل کېدو وروسته د ایالتي اسمبلۍ غړې شوه او د ۲۰۲۳ کال تر جنورۍ فعاله وکیله پاتې شوه. هغه د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ایالتي سېکرتره هم وه.

د اې اېن پي پخواني مشر او د بلور کورنۍ مشرغلام احمد بلور دا پرېکړه شخصي بللې او ویلي یې دي، چې دی به تر خپلې وروستۍ سا پورې له اې اېن پي سره وي.

تر دې وړاندې، د اې اېن پي بل مشر او ویاند سناتور زاهد خان هم مسلم لیګ (ن) ته ورغلی و.

نور خبرونه

رادیو